اکسین: د انتخاباتو کمېسیون د نوي غړي د انتخاب روان بهیر د قانون خلاف دی

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لپاره درې تنه د پنجشنبې په ورځ ناوخته معرفي شول چې یو به یې ولسمشر د دې کمېسیون د غړي په توګه انتخاب کړي.

نژدې دوه میاشتې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې نجیب الله احمدزی یې د دې کمېسیون له ریاسته لېرې کړ.

تر هغه را وروسته دې ته انتظار کېده چې بل کس د دې کمېسیون د غړي په توګه غوره شي.

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکه یا اکسین د انتخاباتو د کمېسیون د نوي غړي د انتخاب روان بهیر د قانون خلاف بللی.

احمد شیبر د مرکې په پیل کې په دې اړه د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو له اجرائیوي رئیس یوسف رشید څخه وضاحت غوښتی دی:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي رشید سره مرکه