موګریني: ټولې خواوې دې د ایران او ۶ قدرتونو پر اټمي موافقې ودرېږي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې فدریکا موګریني له ټولو خواوو په کلکه وغوښتل چې د ایران او د نړۍ د ۶ قدرتونو ترمنځ پر اټمي موافقې ودرېږي.

موګریني همدا راز وویل چې دا موافقه ښه نتیجه لري.

هغې دا خبره نن پنجشنبه یوه ورځ مخکې تر دې وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د اټمي موافقې په تړاو د نورو بندېزونو د لګولو په اړه پرېکړه وکړي.

موګریني د نننۍ غونډې په اړه وویل:

"د نن ورځې د غونډې تمرکز د عمل د ګډ هر اړخېز پلان - د ټولو خواوو له لوري له ایران سره د اټمي موافقې د بشپړې اجرا د یقیني کولو لپاره پر روان کار و. اروپايي اتحادیې د اټمي موافقې په اړه خپل زغرد دریځ چې د اروپايي اتحادیې د ۲۸ غړیو هېوادونو د وزیرانو له لوري مخکې لا د اکتوبر په میاشت کې بیان شوی و، څرګند کړ او بیا یې تکرار کړ."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې په بروکسل کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او همدا راز د فرانسې، جرمني او بریتانیا له باندنیو چارو وزیرانو سره له خبرو وروسته وویل، اټمي موافقه د اټمي وسلې له جوړولو څخه د ایران د راګرځولو د اصلي هدف لپاره کار ورکوي.