افغانستان له پاکستانه ستنېدونکو کډوالو ته تیاری نیسي

په پاکستان کې افغان کډوال.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې په پاکستان کې افغان مهاجر باید هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي.

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس مهاجرو ته د دې خبرداري ترڅنګ وویل چې سفارت له څو ورځو راهیسې هلې ځلې پیل کړي دي ترڅو پاکستان له مخکنۍ ژمنې سره سم افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې په دغه هېواد کې د یو کال په مخه پاتې شي.

زردشت شمس

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ نظر دا دی چې په دومره کمه موده کې د دومره لوی شمېر کډوالو بېرته ستنېدل عملي نه دي او ډېرې زیاتې ستونزې به پیدا کړي، په دې اساس د افغانستان سفارت خپلې هڅې شروع کړي دي په راتلونکو ورځو کې هم له مهمو پاکستاني چارواکو سره غونډې په پام کې دي، هیله ده چې په دې برخه کې څه مثبت ترلاسه کړو."

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د ډسمبر په لومړۍ نېټې پای ته ورسېده، تر هغه وروسته د دې کډوالو اسناد د یوې میاشتې په مخه تمدید شول او د پاکستان کابینې د جنوري په پنځمه پرېکړه وکړه چې افغان کډوال باید له دغه هېواده د جنوري میاشتې تر وروستیو ووځي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې یو ویاند قیصر افریدي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه لا د افغان کډوالو د ایستلو پر سر د پاکستاني چارواکو بحثونه روان دي او غوڅه پرېکړه نه ده شوې.

قیصر: په دې اړه تر اوسه بحثونه روان دي.

نوموړې زیاته کړه:

"د پاکستان کابینې خپل د کډوالو او سرحداتو چارو وزارتونو ته ویلي دي چې تاسو په یوې میاشت کې له موږ سره خپل پلان شریک کړئ، د دې پلان به بېلابېلې برخې وي، دغه پلان به بیا له کابینې سره شریک شي چې تر هغې وروسته به د پاکستان حکومت خپله پرېکړه کوي."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې وضعیت نامعلوم دی، خو شرایطو ته که وکتل شي د جنورۍ په پاتې شلو ورځو کې دا ګرانه ده چې یو میلیون او څلور لکه راجسټر شوي افغانان او شااوخوا اووه لکه نور افغانان چې نومونه یې نه دې ثبت شوي له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي.

د دې سربېره د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د رسنیو سلاکار حفیظ احمد میاخېل وایي چې په کابل کې له یو شمېر مرستندویانو سره د دې لپاره بېړنۍ غونډه جوړه شوې ده، که افغان کډوال هېواد ته ستانه شي څرنګه مرستې ورسره کېدای شي.

حفیظ احمد میاخېل

نوموړي زیاته کړه:

"موږ دوه وړځې مخکې له کورنیو او نړیوالو همکارانو سره ناسته درلوده، په دې غونډه کې د هېواد دننه د کډوالو راتګ ته پر چمتوالي خبرې وشوې او یو شمېر کورنیو او نړیوالو ادارو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ راکړ."

د ملګرو ملتونو د کډالو د چارو اداره یا «یو. این. ایچ. سي. ار» هر کال له هغو افغان مهاجرو سره چې په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته ځي یوه اندازه مرسته کوي، خو دا پروګرامونه په تېرو څو کلونو کې هر وخت د ژمي پر مهال درېدلي وي او د پسرلي له پيلېدو سره شروع کېږي.

که چېرته په روانه میاشت کې افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي، دا څرګنده نه ده چې دا مرستې به ترلاسه کړي، که نه؟!