ټرمپ به سپینه ماڼۍ کې له خپل قزاقي سیال سره وویني

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر د روانې جنورۍ میاشت په ۱۶مه په سپینه ماڼۍ کې له خپل قزاقي سیال سره وویني.

سپینې ماڼۍ پرون وویل، ډونالد ټرمپ او نور سلطان نظربایف به د سیمه‌ییز امنیت په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیک شراکت د پراخولو او اقتصادي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ او نظربایف به د افغانستان د مسئلې په شمول د یو شمېر نړیوالو مسئلو او چلېنجونو په اړه هم خپلو کې وغږېږي.

د قزاقستان ولسمشر ویلي دي، دی هیله‌مند چې له ترورېزم سره په مبارزه کې به د قزاقستان او امریکا ترمنځ همکارۍ پراخې شي.