د اروپايي ټولنې په پروګرام کې د مستحقو افغانانو د شاملېدو غوښتنه

یونان او د مهاجرو ادارو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» له اروپايي ټولنې وغوښتل چې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې دې مستحق افغانان او بې‌سرپرسته ماشومان هم شامل کړي.

په اروپا کې د کډوالو د بحران د اسانه کولو لپاره د اروپايي ټولنې د دې پروګرام په ترڅ کې تر اوسه شااوخوا ۳۰ زره کډوال چې تر ډېره د سوریې دي له یونان او ایټالیا څخه نورو اروپايي هېوادونو کې منل شوي.

دا شمېره له هغو ۱۶۰ زره کډوالو کمه ده چې د دې پروګرام په پیل کې پرې موافقه شوې وه.

افغانان له سوریې وروسته په اروپا کې د پناه غوښتونکو دوهمه لویه ډله جوړوي، خو د اروپايي ټولنې د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې نه‎دي شامل.

په یونان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې استازي فلیپ لیکلیرک خبریالانو ته وویل، ادارې یې د مستحقو افغانانو او ۳۳۰۰ بې‌سرپرسته ماشومانو په شمول څو کټګورۍ پېشنهاد کړي چې باید د اروپايي ټولنې د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام کې شامل شي.

ملګرو ملتونو، د کډوالو نړیوال سازمان او د یونان چارواکو ویلي چې د اروپايي ټولنې د څلورو غړو هېوادونو، چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا له‎خوا د کډوالو د منلو په وړاندې مقاومت، په یونان او ایټالیا کې د ایسارو لسګونه زرو کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام له ستونزو سره مخ کړی.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په یونان کې لسګونه زره افغان کډوال ایسار دي چې په نورو اروپايي هېوادونو کې د پنا اخیستو په لټه کې دي چې زیات‌یې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.