د سوریې پوځ: اسرائيل په سوریه کې نظامي اهداف په نخښه کړي

د سوریې پوځ ادعا کوي چې اسرائيل نن سې شنبه په دغه هېواد کې نظامي اهداف په نخښه کړي او له‌منځه یې وړي دي.

د سوريې سنا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دا حمله پلازمېنې دمشق ته نږدې د جټ الوتکو او له ځمکې څخه ځمکې ته ويشتونکو توغندیو په وسيله شوې ده.

پوځ ويلي، د اسرائيل جټ الوتکو د لبنان له قلمرو څخه سهار وختي په القطيفه سيمه کې پر پوځي پوستو توغندي وويشتل.

اعلاميه زیاتوي چې اسرائیل له ځمکې څخه ځمکه ويشتونکي راکټونه هم وکارول، خو د سوريې دفاعي ځواکونو دا ټول راکټونه وويشتل او له‌منځه یې يووړل.

د سوريې د حکومت له مخالفينو سره اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې اسرائيلي الوتکو د سوريې يوه پوځي ډيپو په نخښه کړې ده.

دا هدف په خپلواکه توګه نه‌دی پېژندل شوی.

خو ويل کېږي چې په قطيفه سيمه کې د ايران د سپاه پاسداران انقلاب واحدونه لویې پوستې لري.

مخکې اسرائيل ویلي چې د لبنان حزب‌الله ډلې ته د وسلو د انتقال لپاره به د سوريې له خاورې کارولو څخه د ايران مخه نيسي.

حزب‌الله د سوريې د حکومت ملاتړ کوي چې د دې هېواد ياغيان وځپي.