د هرات صنعت‌کاران وایي، د ټاپي د پایپ لاین د پرانیستې کارونه دوام لري

د هرات ولایت د صنعت‌کارانو اتحاديه وايي، د ټاپي پروژې د پايپ لاين د پرانیستې کارونه دوام لري.

د دې اتحاديې رئيس حميدالله خادم نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل چې ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې کار د روان ميلادي کال په مې مياشت کې پيل شي.

نوموړي وویل:

"د ټاپي پايپ لاین د افتتاح لپاره په هرات کې د کاري ټيمونو له‌خوا کار جریان لري او د روان کال په مې مياشت کې به افتتاح شي او ټاکل شوې ده چې د څلورو واړو هېوادونو ولسمشران هرات ته راشي او د ټاپي پروژې د تهداب ډبره کېږدي."

ښاغلی خادم وايي چې هرات ته د ټاپي پايپل اين له رسېدو سره به د افغانستان اقتصاد وده وکړي او په دغه هېواد کې به د پانګونې زمينه زیاته شي.

دا لويه اقتصادي پروژه د ترکمنستان ګاز له افغانستانه پاکستان او هندوستان ته انتقالوي.