د اروپایي ټولنې د غونډې بحثونه به د ایران د اټمي موافقې پر ساتنې وي

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې په بروکسل کې د دوی د سبا ورځې بحثونه به د ایران او لویو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې پر ساتنه متمرکزوي.

د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو او ایران ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه د امریکا له‌خوا تر ګواښ لاندې ده.

د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې اعلان پرون وروسته له هغه وشو چې ایران خبرداری ورکړی چې متحده ایالات ښايي له دې موافقې د وتلو په درشل کې وي.

د ایران یوه دولتي ټلوېزیون پرون د ظریف له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، د امریکا د ورانوونکو پالېسیو له کبله به د بروکسل په خبرو کې د ایران پر اټمي موافقې خبرې وشي، نه په دې هېواد کې د تېرو دوو اوونیو د اعتراضونو په اړه چې په ترڅ کې یې ۲۲ کسان ووژل شول.