"ای. او. اېم": له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو ايستل کم شوي

د کډوالو نړيوالې ادارې يا «ای. او. اېم» وروستی راپور وايي، روانه اوونۍ له پاکستانه په زوره د ايستل شويو افغانانو شمېر د تېرې اوونۍ په پرتله نهه فيصده او له ايرانه د ايستل شويو افغانانو شمېر ۱۲ فیصده کم شوی دی.

د دوشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې «ای. او. اېم» ويلي چې له پاکستانه د بېرته ستنېدونکو نا ثبت شويو افغان کډوالو شمېر د جنورۍ له لومړۍ راهیسې ۴۰۰ او درې تنه دی.

همداراز د نيمروز له ميلاک او هرات له اسلام‌قلعه سرحدي دروازو د ډسمبر له ۳۱مې د جنورۍ تر شپږمې ۱۱ زره، یوسل او ۲۸ کډوال له ايرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، يادې ادارې له پاکستانه ستنو شویو ۹۲ فيصده افغان کډوالو او له ايرانه ستنو شويو اووه فيصده کډوالو سره «ای. او. اېم» د خوراکي توکو، لومړيو روغتيايي خدماتو او ټرانسپورت مرسته وکړه.

تېر ميلادي کال په افغانستان کې د بې‌ځايه شويو شمېر شااوخوا څلورنيم لکو ته رسېده.

دا خبره د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې يا «OCHA» په خپل نوي راپور کې کړې ده.

«OCHA» ادارې د افغانانو د داخلي بې‌ځايه کېدو اصلي لامل په هېواد کې جګړه ياده کړې ده.

راپور وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال پر مهال په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۲۰۰ کسان داخلي بې‌ځايه شوي او د بې‌ځايه شویو تر ټولو لوی شمېر په ننګرهار، کندز او بادغيس ولايتونو کې ثبت شوی دی.

راپور همداراز وايي چې د داخلي بې‌ځايه شویو تر ټولو کم شمېر په باميان او دايکنډي ولايتونو کې ثبت شوی دی.