د کورنیو چارو وزیر مزار شریف کې د بلخ له پخواني والي سره وکتل

د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک پرون یکشنبه په مزار شريف کې له پخواني والي او د جمعيت اسلامي ګوند له اجرائيه رئيس عطا محمد نور سره د بلخ پر وضعيت خبرې وکړې.

ښاغلي نور په خپل فېس‌بوک پاڼه کې ليکلي چې په دې کتنه کې د هېواد پر روان وضعيت، د شمال پر امنيت بيا په ځانګړي ډول د بلخ پر تحولاتو نظرونه تبادله شول.

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې تېر ماښام بلخ ته لاړ چې د بلخ د نوي والي محمد داوود ویاند رحمت‌الله فطرت هیله ښودلې چې د عطا محمد نور د استعفا پر سر ولاړ شوي اختلافات به ډېر ژر حل او نوی والي به بلخ ته لاړ شي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پرون شپه بلخ ولایت ته تللی دی.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې دا خبره ازادي راډیو ته تأیید کړه، خو د سفر اهداف‌یې په ډاګه نه‎کړل.

اخوا پژواک خبري اژانس هم ویلي چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د پرون یکشنبې شپې په یوه ناڅاپي سفر بلخ ته ورسېد او ویل کېږي د بلخ له پخواني والي عطا محمد نور سره به وګوري.

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې بلخ ته تللی دی چې د بلخ د نوي والي انجنیر داوود ویاند رحمت‎الله فطرت هیله ښودلې چې د عطا محمد نور د استعفا پر سر رامنځته شوي اختلافات به ډېر ژر حل شي او نوی والي به بلخ ته ولاړ شي.