سپاه پاسداران: ایران کې حکومت ضد اعتراضونه له ماتې سره مخ شوي

د ايران سپاه پاسداران انقلاب وايي چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد اعتراضونه له ماتې سره مخامخ شوي دي.

د دغه ځواک په اعلاميه کې چې نن یکشنبه خپره شوې، راغلي چې د ايران انقلابي خلکو د پوليسو او نورو ځواکونو تر څنګ هغه ناکرارۍ له ماتې سره مخامخ کړي چې د امريکا متحدو ايالتونو، برېتانيا، اسرائيل، سعودي عربستان، افراطي وسله والو او سلطنت غوښتوونکو له خوا ايجادې شوې وې.

دا اعلاميه وروسته له هغې خپره شوې چې د ايران پارلمان په يوه غيرعلني غونډه کې نن د دغو حکومت ضد اعتراضونو په اړه بحث وکړ.

د پارلمان اصلاح غوښتونکو غړو د دغې غونډې د رابللو غوښتنه کړې وه.

په دغه غونډه کې د ايران د کورنيو چارو وزير، د استخباراتو وزير او د امنيت شورا مشر په ايران کې د وروستيو ناکراريو پر علت د خبرو لپاره ګډون وکړ.

د امريکا متحدو ايالتونو او اسرائيل که څه هم په ايران کې د اعتراض کوونکو ملاتړ کړى، خو هغه ادعا يې رد کړې چې اعتراض کوونکي دې دوى هڅولي وي.

د ازادې اروپا ازادي راډيو موثق راپورونه ترلاسه کړي چې پرون د پلازمېنې تهران په ګډون لږ تر لږه په نهو ښارونو کې د حکومت ضد اعتراضونو ادامه درلوده.