عراق ایران ته د جنورۍ تر پایه د تېلو صادرات پیلوي

د عراق د نفتو وزير وايي، هېواد به يې ايران ته د شمال د تېلو له ساحو څخه د جنورۍ مياشتې تر پايه د تېلو صادرات پيل کړي.

د عراق د نفتو وزير جبار اللعيبي نن یکشنبه وويل چې په اول پړاو کې به د ايران د کرمانشاه د تېلو د تصفيې مرکز تهد ورځې شااوخوا ٣٠ زره بېرله تېل صادر شي.

دغه تېل به د تبادلې هغې موافقې پر اساس انتقالېږي چې دواړو هېوادونو په ډسمبر مياشت کې اعلان کړه.

عراق او ايران موافقه کړې چې د ورځې به څه باندې ٦٠ زره بېرله تېل تبادله کوي، د عراق له کرکوک څخه به دغه اومه تېل ايران ته انتقالېږي، بيا به تر تصفيې وروسته د عراق جنوب ته لېږدول کېږي.

د عراق له کرکوک څخه انتقالات وروسته له هغې وځنډېدل چې عراقي ځواکونو په اکتوبر مياشت کې له کرد قواوو د تېلو ساحې بېرته ونيولې.