افغانستان کې د داعش د کمزوري کېدو ادعا او جوزجان کې یې د جلب و جذب اندېښنې!

په داسې حال کې چې حکومتي چارواکي په هېواد کې د داعش ډلې د کمزوري کېدو خبره کوي، د جوزجان ولایتي شورا په دغه ولایت کې داعش ډلې سره د ځوانانو یوځای کېدو او د دغې ډلې له‎خوا صادر شویو فرمانونو اندېښمنه کړې ده.

د جوزجان د ولایتي شورا رئیس بابر ایشچي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» ازادي راډيو ته وویل، داعش د دغه ولایت د قوش تپې او دزراب په ولسوالیو کې ډېر خوځښتونه لري.

دی وايي:

"له سیمې نه زموږ د معلوماتو پر اساس دوی په هره سیمه کې خپل فرمانونه ورکوي او ځوانان خپلو لیکو ته رابولي، دوی له خلکو هم باج اخلي."

سیمه‎ییز چارواکي وايي، د جوزجان ولایت په دوو ولسوالیو کې د داعش ډلې د خوځښتونو له امله شاوخوا درې زره کورنۍ بې‎ځایه شوي دي.

دا وخت داعش ډله تر ډېره په ختیځ کې په ننګرهار او په شمال کې په جوزجان ولایت کې نفوذ او حضور لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې څه موده مخکې د سیمه‎ییزو سرچینو په حواله لیکلي وو، داعش په جوزجان کې جلب و جذب کوي او دغه ولایت د داعش د تولید په کارخانې بدل شوی دی.

په ورته وخت کې د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، داعش ډلې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې ۲۰۰ دیني عالمان او قومي مشران له ځانه سره بیولي او ورنه یې د دوی په ګټه د تبلیغاتو غوښتنه کړې ده.

امنیتي مسؤلین وايي، تر اوسه د دغو کسانو د برخلیک په اړه څه نه‎شي ویلای.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو د برخې امر محمد حنیف رضايي وايي، په جوزجان کې د داعش لیکې تر ډېره په بهرنیو جنګیالیو ګرمې دي.

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې سیمه‎ییزو سرچینو له هغې ډلې د جوزجان امنیي قوماندان دا منلې چې داعش په لیکو کې بهرني جنګیالي شته، په ځانګړي ډول د ازبکستان، چیچنیا او فرانسې داعشیان حضور لري.

بل‎خوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د داعش جنګیالیو په ډله کې تر اوسه د بهرنیو وګړو هویت نه‎دی روښانه.

دولت وزیري

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې د ځپلو په اړه وايي:

"موږ دقیق نه‎پوهېږو چې په دا بهرني جنګیالي د کوم هېواد دي، خو هغه څه چې واضح دي، هغه دا دي دي، هر څوک چې د داعش په نوم په افغانستان کې جنګېږي، د افغانانو دښمنان دي او وسله‎وال ځواکونه به يې له‎منځه یوسي."

دا په داسې حال کې ده چې د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان شمال ته د سورېي او عراق داعشیان راغلي دي.

د امنیتي چارو کارپوه محمداګل مجاهد بیا په دې باور دی چې داعش یوه بهرنۍ پدیده ده او نه‎شي کولای لکه د عراق او سوريې په څېر دلته بستره وغوړوي.

خو دی له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د له‎منځه وړلو لپاره منظم او پراخ عملیات تر سره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ