چارواکي: د کونړ په څوکۍ کې داعش او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ ولایتي مسؤلین وايي، د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل په سیمه کې په روانه جګړه کې د اسلامي دولت یا داعش او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، داعش وسله والو د څوکۍ ولسوالۍ په یوه ګل کې د یکشنبې د ورځې د سهار پهشپږنیمې بجې هلته د پاڅون کوونکو په پوستو برید کړی چې پکې برید کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي مصمم وویل:

"نن سهار د پاڅون کوونکو او محلي پولیسو په پوستو برید شوی و چې اوس هم جګړه شته، برید په شا تمبول شوی، لومړني معلومات ښيي چې د داعش ۱ تنه وژل شوی او ۲۲ تنه يي ټپیان دي، کېدای شي دغه اندازه نوره هم زیاته شي."

مصمم وايي، په یاده جګړه کې درې افغان سرتېري وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان دي چې ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

مصمم زیاتوي، سیمې ته ملي اردو، ملې پولیس، د عامه نظم پولیس او د چټګ غبرګون ځواکونه رسېدلي، د وسله والو په مورچو د ملي دفاع وزارت هليکوپټرو بمباري کړې چې تراوسه یې د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

دا په کونړ کې د داعش وسله والو له خوا لومړنۍ لویه حمله ده چې د خلکو په وینا، پکې زیاتو کسانو برخه اخيستې او جګړه اوس هم دوام لري .

تراوسه داعش ډلې د روانې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

به دیوه ګل دره کې وروسته له هغه د چمبېل خلکو د داعش خلاف پاڅون وکړ چې د خلکو په وینا، یادې ډلې داستېناف څارنوالۍ یو کارکوونکی ګل شیرین وواژه او د ګل شیرین قومیانو بیا د داعش ډلې یو کس له منځه یوړو.

پخواني معلومات:

د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د جګړې له کبله د ځينو کسانو د وژل کېدو او د ځينو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوى دى.

د کونړ د روغتيا رئيس ډاکټر عزيز الرحمن ساپي یکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې له دې جګړې تر اوسه درې مړي او ٩ تنه ټپيان وروړل شوي دي.

هغه وويل چې وژل شوي او ټپيان ټول سرتېري دي.

د ازادۍ راډيو خبريال وايي، جګړه نن سهار پيل شوې چې اوس هم په ديوه ګل دره کې روانه ده.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل شېر ولي خان ويلي، جګړه هغه وخت پيل شوه چې د داعش ډلې وسله والو د پاڅونوالو پر ځينو پوستو حمله وکړه.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.