د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په تېرو ۸ میاشتو کې د پینځو میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰۰ ټنه جلغوزي بهرته صادر شوي دي.
د دغې خونې د صادراتو د پراختیا رئیس میرزمان پوپل نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه جلغوزي چین، ویتنام، هند، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته استول شوي دي.
ښاغلی پوپل زیاتوي، اټکل کېږي چې د روان لمرېز کال ترپایه د جلغوزو صادرات څه باندې ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.
نوموړی وایي چې اوس مهال په جنوبي زون کې زیات شمېر بزګران د جلغوزو محصولات راټولوي.