د ايران کرمانشاه کې زلزلې لږ تر لږه ۲۱ تنه ژوبل کړي دي

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب پنځه اعشاريه يوه درجې و، پرون شنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» ماښام د ايران په لوېدیځ ولايت کرمانشاه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه ژوبل کړي دي.

نيمه دولتي اژانس اېسنا راپور ورکړى چې د زلزلې مرکز د تهران د لوېديځ په ٥٢٠ کيلومترۍ کې و.

د ایران دولتي ټلوېزېون وايي، دوه ټپیان په روغتون کې بستر شوي او نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.