پر پاکستان د امریکا د پوځې مرستو بندېدو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

له پاکستان سره د امریکا د مرستو ځنډول د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام ور اړولی دی.

امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې له پاکستان سره د امنیتي مرستو بندېدل د افغانستان د جګړې یوه تازه لوبه ده.

د ورځپاڼې په خبره که د افغان او امریکايي مشرانو تر منځ د تفاهم یو ګډ ټکی موجود وي هغه له پاکستان سره د دواړو چلند دی چې هم حیاتي او هم ستونزمن دی.

افغان او امریکايي مشرانو پاکستان تورن کړی چې د طالبانو او حقاني شبکې په څېر ترهګرو ډلو ته یې ځای ورکړی دی.

دغو دواړو ډلو ته د افغانستان د ډېرو بریدونو مسؤلیت راجع کېږي.

خو پاکستان بیا تل رد کړې چې ګواکې دغو ډلو ته یې پناه ورکړې یا ملاتړ ترې کوي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه کې راغلي چې د مرستو بندېدل به چاته زیات زیان ورسوي پاکستانیان یا د طالبانو ضد نړیوال ائتلاف؟

امریکا د پنجشنبې په شپه اعلان وکړ چې د پاکستان له پوځ سره نېږدې یو میلیارد ډالره مرسته ځکه بندوي چې دغه هېواد له ترورېزم سره په مبارزه کې اړینه همکاري نه ده کړې.

نیویارک ټایمز د پاکستان د پوځ د هوايي ځواک د چارواکو خبرې راخیستي چې ویلي یې دي ښايي د خپل هېواد هوايي حریم د امریکا پر مخ وتړي.

ورځپاڼې همداراز د ځینو پاکستاني سیاستوالو خبرې راخیستي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې په نه همکارۍ تورنوي.

وال سټریټ ژورنال:

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په دې اړه لیکي چې امریکا ټولې امنیتي مرستې له پاکستان سره وځنډولې.

د ورځپاڼې په لیکنه واشنګتن به تر هغو له پاکستان سره مرستې وځنډوي چې دا هېواد په واقعي توګه ترهګرې ډلې نه وي ځپلي.

وال سټریټ ژورنال د پاکستانیانو په حواله لیکلي چې د امریکا له دې کار ویره نه لري.

ورځپاڼې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې نیکي هېلي خبرې راخیستي چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې دوه ګونې لوبه مخته وړې ده.

یو اس اې ټوډې:

او یو اس اې ټوډې ورځپاڼې هم د پاکستان په وړاندې د امریکا په تازه پرېکړې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او په سیمه کې د ترهګرو ډلو د ماتولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سټراټيژي د پاکستان د تقابل په خاطر له یوې لویې ازموینې سره مخ ده.

د ورځپاڼې په باور په پاکستان باندې د افغانستان په وړاندې د پالیسۍ د بدلون په خاطر د فشار راوړل د ډونالډ ټرمپ د سټراټيژي په سر کې ځای لري.

یو اس اې ټوډې ورځپاڼې په واشنګتن کې د سټراټيژيکو مطالعاتو د یوه نړیوال مرکز د څېړونکي ډېوېډ سیدني په حواله ویلي امریکا تل هېله درلوده پاکستان خپل چلند بدل کړي خو دا ثابته شوه چې د هغه هېواد ټول کارونه برعکس دي.

د هغه څه له مخې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي پاکستان د ۲۰۰۱ کال تر بریدونو را وروسته د امریکا ۳۳ میلیارده ډالره ترلاسه کړي خو له تروریزم سره په مبارزه کې یې سمه همکاري نه ده کړې.

چمتو کوونکی: صفي الله ستانکزی