پاکستان د امریکا د پوځي مرستې بندېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی

پاکستان د امریکا لخوا دې هېواد ته د سلګونو میلیونو ډالرو د پوځې مرستې د ځنډولو د پرېکړې پر وړاندې سخت عکس العمل څرګند کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل یو اړخیزه بیانونه، د مشترکو اهدافو د مسیر بدلول او په خپل سر د ضرب الاجلونو ټاکل له ترورېزم سره پر مبارزه منفي اغېز کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې اسلام اباد د امریکا له حکومت سره د امنیتي مسئلو په اړه په تماس کې دی او په دې برخه کې لا نورو جزئیاتو ته منتظر دی.

په همدې حال کې فرانس پرېس اژانس د یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم يې نه دی یاد شوی ویلي چې پاکستان ته د ځنډول شویو پوځي مرستو اندازه ښايي څه کم دوه میلیارډه ډالرو ته ورسېږي.

امریکا وايي، پاکستان ته به تر هغې دا مرسته ورنه کړي تر څو چې دې هېواد پر خپله خاوره د طالبانو ،حقاني شبکي او نورو سخت دریځو پر ضد جدي ګامونه اخیستي نه وي.