په ایران کې د حکومت په ملاتړ لاریون کوونکي د ګڼو ښارونو سرکونو ته راووتل

په ایران کې د حکومت په ملاتړ لاریون کوونکي د ګڼ شمېر ښارونو سرکونو ته راووتل.

زرګونه کسان د جمعې تر لمانځه وروسته د ايران د حکومت په ملاتړ سرکونو ته راووتل او دا درېيمه ورځ ده چې په دې هېواد کې د حکومت په ملاتړ لاریونونه کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې تر يوې اوونۍ زيات وخت وشو چې په ګڼ شمېر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه روان دي.

په حکومت ضد لاریونو کې تر ۲۲ زیات کسان وژل شوي دي.

د خونړيو اعتراضونو په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جمعې په ورځ ناوخته بېړنۍ غونډه جوړوي.

د حکومت ضد لاریونونو په اړه راپورونه هغه مهال محدود شول چې د ايران حکومت پر ټولنيزو رسنیو بنديز ولګاوه.

لاریون کوونکو د ټولنيزو رسنیو له لارې د اعتراضونو ويډيوګانې خپرولې.

خو د ازادي راډيو ايرانۍ څانګې کره راپور تر لاسه کړی چې د جمعې په ورځ هم د ايران د مذهبي مشرانو پر وړاندې په تهران، شيراز، تبرېز، نوشېر او علي ګداز ښارونو کې د پراخې کچې لاريونونه وشول.

دا په لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې په ايران کې د رژيم پر ضد د دومره پراخې کچې لاريونونه کېږي.

شعارونه يوازې د ایت الله علي خامنه يي پر ضد هم نه دي، بلکې اعتراض کوونکي د «سوریه پرېږدئ، مرګ د لبنان پر حزب الله او مرګ پر دکتاتور» هم ورکوي.

د تهران دوه اوسېدونکي ناصر نظري او اکبري په دې ښار کې د اعتراضونو په اړه داسې وايي:

"اخري اعتراضونه د ګرانو بیو له خاطره دي، د لوړو بیو له لاسه باید د ملت حوصله ختمه نشي، خو دا د مسئولینو د بې پامۍ له کبله دي، زه له ښاغلي روحاني هيله لرم چې موږ ته پر راکړو ټولو ژمنو عمل وکړي."

"ما په خپلو سترګو دا صحنه ولیدله، دوی اصلاً بل څه ويل، هيچا د ګرانو بیو خبره نه ده کړې، يوه ويل، زوی یې په روغتون کې دی، اصلاً خبره بېله خبره وه."

له مشهد ښاره اخيستل شوې ويډيو لاريون کوونکي ښکاره کوي چې داسې شعارونه ورکوي «ملايانو ورک شئ!»

د چارشنبې په ورځ د ايران سپاه پاسداران انقلاب اعلان وکړ چې د حکومت ضد لاريونونه پای ته ورسېدل، خو دولتي رسنیو بيا راپور ورکړی دی چې پر دې اعلان سربېره د سپاه پاسداران انقلاب ادارې د ايران په بېلابېلو برخو کې امنيتي پرسونل ګماري.

په حکومت ضد لاريونو کې پوليسو تر زرو زيات کسان نيولي دي.

دولتي تلويزیون د جمعې په ورځ د حکومت په ملاتړ د راوتلي لاريون ويډيوګانې خپرې کړې