د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ایران کې د مظاهرو په اړه غونډه کوي

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه په ایران کې د وروستیو حکومت ضد مظاهرو په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي په دې وروستیو کې ددې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو روسیې یې له جوړېدو سره مخالفت کړی دی.

نیکي هیلي ویلی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په ایران کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو ملاتړ وکړي.

یوه روسي خبري اژانس پرون د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال سیرګي ریابکوف له خولې وویل:

"موږ په دې مسئله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته کوم نقش نه ګورو."

نوموړې ویلي، د امنیت شورا نشي کولای چې د ایران په کورنۍ مسئله کې کوم رول ولوبوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر غلام علي خوشرو هم پر هغه څه چې نوموړي د ایران په چارو کې د امریکا لاس وهنه ګڼلې، اعتراض کړی دی.

په عین حال کې نن په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه دوهمې اوونۍ ته داخل شوي.

تر اوسه پورې په دې اعتراضونو کې د لږ تر لږه ۲۲ کسانو د وژل کېدو او تر زرو د زیاتو د نیول کېدو راپور ورکړل شوی دی.