له لوګر پوهنتونه د لومړي ځپل لپاره یو شمېر محصلین فارغ شول

له لوګر پوهنتون څخه د لومړي ځپل لپاره یو شمېر محصلین فارغ شول.

پرون پنجشنبه د لوګر له پوهنتون څخه لسګونو نجونو او هلکانو له فراغته وروسته بریلیکونه ترلاسه کړل.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل، لوګر پوهنتون په څلورو څانګو کې ټولنې ته فارغ التحصیلان وړاندې کړل.

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"د لومړي ځل لپاره ۵۹ تنه محصلين له لوګر پوهنتونه فارغ شول، د دوی په منځ کې ۲۲ نجونې دي."

لوګر پوهنتون په ۱۳۹۳ لمریز کال کې تاسیس شوی او اوس ۳۵۰ تنه محصلان او محصلينې یې په ۴ پوهنځیو کې زده کړې کوي.