امریکا له پاکستانه د ترورېزم پر ضد جدي اقدام غواړي

د امریکا حکومت وايي، د پاکستان پوځ ته امنیتي مرسته تر هغه نه ورکوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد یې کلک اقدام نه وي کړی.

دا دواړه ډلې په افغانستان کې جنګېږي.

دا اعلان چې له وړاندې یې اټکل کېده، پرون پنجشنبه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناویرټ وکړ.

نوموړې په واشینګټن کې وویل:

"نن موږ کولای شو چې تأیید کړو چې دم ګړۍ به له پاکستان سره امنیتي مرستې تر هغې وځنډول شي، څو چې پاکستان د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد قطعي اقدامات نه وي کړی، موږ دا داسې ډلې ګڼو چې سیمه بې ثباته کوي او همدارنګه پر امریکايانو بریدونه کوي."

ناویرټ وویل، د موضوع پر جزیاتو کار روان دی او لا نه شي ویلای چې څومره مرسته ځنډول کېږي.

دې دا هم وویل چې په دې اقدام کې د نورو امنیتي مرستو ځنډول هم شامل دي، خو تفصیل یې ورنه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا، پاکستان ته د مرستو یوه برخه د پنټاګون یا دفاع وزارت په لاس کې ده.

امریکا پر پاکستان د مرستو د بندیز اعلان ورسته له هغې کوي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټوېټر پاکستان امریکايي چارواکو سره په دروغو او دوکې تورن کړ.