مک‌مسټر: ولسمشر ټرمپ د پاکستان له چلند نه ستړی شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار. مېکماسټر ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ چلند نهیلی کړی دی. نوموړي د امریکا غږ له خبریالې ګرېتا فان سوستېرېن سره په مرکه کې ویلي، اسلام اباد ته په سپینه وايي چې د په ترهګرو ډلو کې دې توپیر نه کوي او د افغانستان په ثبات کې دې ورسره ګډ کار وکړي ځکه دا یې په ګټه ده.