حکمتیار: داعشیان د ایران له لارې د افغانستان شمال ته انتقال شوي

د حزب اسلامي مشر وايي له عراق او سوریې څخه یو شمېر داعشیان د ایران له لارې د افغانستان شمال ته انتقال شوي دي.

ښاغلي حکمتیار چې نن‌یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې ایران غواړي د سوریې او عراق لوبه په افغانستان کې هم تجربه کړي.

ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې داعش د سیمې د استخباراتو له لوري جوړه شوې ډله ده او غواړي په دې ترتیب په افغانستان کې نړیواله ټولنه مصروفه وساتي.