نړیوالو ورځپاڼو د طالبانو له بنده د خوشې شوي کاناډايي «بویل» په اړه تبصرې کړي

د نړۍ يو شمېر رسنيو د جاشوا بويل قضيې ته کتلي دي.

جاشوا بويل هغه کاناډايي تبعه دی چې له کورنۍ سره پنځه کاله د طالبانو په بند کې وو.

  • ګارډین

د بریتانیې ګارډين ورځپاڼې په دې اړه ليکلي دي، د کاناډا پوليسو د بويل پر وړاندې ۱۵ موارد ثبت کړي چې په‌کې تېری، د قتل تهديد، تښتونه او د دې هېواد د پولیسو تېر ايستل شامل دي.

طالبانو، بويل له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په افغانستان کې وتښتاوه او پنځه کاله د دې ډلې په بند کې پاتې شو.

بويل او کورنۍ يې د ۲۰۱۷ میلادي کال په اکټوبر مياشت کې په پاکستان کې د طالبانو له بنده راخوشې کړای شو.

جاشوا بويل کاناډا ته تر رسېدو وروسته ادعا وکړه چې د پنځو کلونو بند پر مهال طالبانو د ده څلورم اولاد چې لور وه، ورووژله او د ده پر مېرمنې يې جنسي تېری وکړ.

خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

  • ګلوب اينډ مېل

کاناډايي ورځپاڼې ګلوب اينډ مېل هم په دې اړه لیکنه کړې ده.

جاشوا بويل د طالبانو له بنده له راخوشې کېدو څو مياشتې وروسته د قتل په تهديد او یو شمېر نورو مواردو تورن شوی دی.

ورځپاڼې د بويل د مدافع وکيل ايريک ګرانګر څرګندونې هم خپرې کړې دي.

ګرانګر وايي، بويل بې‌ګناه دی او هېڅ تېروتنه‌يې نه‌ده کړې.

د کاناډا د صدارت دفتر تأیيدوي چې تر کرېسمس يوه اوونۍ مخکې جاشوا بويل او کورنۍ يې د دې هېواد له صدراعظم جسټن ټروډو سره وکتل.

خو د ښاغلي ټرودو دفتر له بويل څخه د پلټنو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ويلي.

  • تر اوسه نه‌دي ویل شوي چې که د طالبانو دغه پخوانی زنداني مجرم وپېژندل شي، له څه مجازاتو سره به مخامخ شي؟
  • نیوزويک

او نیوزويک مجلې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د لومړي امریکايي وژل کېدو ته پام کړی دی.

د مجلې په وينا، د نيوجرسي ايالت سناتور کوري بُوکر دا سرتېری ميهايل ګولن معرفي کړی دی.

نيوزويک لیکلي، د کال په لومړۍ ورځ امریکايي سرتېرو ته تلفات اووښتي چې تر دې مخکې په افغانستان کې د نړيوالو قواوو قوماندان ويلي وو چې ۲۰۱۸ میلادي کال به په دې هېواد کې د امریکايي سرتېرو لپاره خطرناک وي.