د ایران مظاهرې به ادامه پیدا کړي؟

د ایران امنیتي ځواکونو خبر ورکړی دی چې د حکومت پر ضد مظاهرو مخه‌یې نیولې ده.

له تېرې پنجشنبې راهیسې دغه مظاهرې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې روانې دي چې تر ۲۰ ډېر کسان په‌کې وژل شوي او د ایران د اسلامي نظام د مشرانو پر ضد شعارونه ورکوي.

ایت‌الله علي خامنه‌ای وویل چې د دغو مظاهرو شا ته د ایران دښمنان دي.

د ایران د مذهبي مشر او د پوځي ادارو د مشرانو څرګندونو ته په کتو سره به دا مظاهرې ادامه پیدا کړي؟

دا پوښتنه احمد شیبر د مرکې په پیل کې د ایران د چارو له کتونکي عیسی ستانکزي څخه د مرکې په پیل کې کړې ده، ښاغلي ستانکزي په ځواب کې وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

له عیسی ستانکزي سره مرکه