ناټو: د داعش په وړاندې د افغان پوځ عملیات د وړتیا نښه ده

د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت د افغانستان په ختیځ کې د افغان پوځیانو وروستي عملیات د هغوی د وړتیا د لوړوالي نښې بللې دي.

دغه مأموریت نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان پوځ په وروستیو کې په ننګرهار، کونړ او لغمان کې عملیات وکړل او ثابته‌یې کړه چې د طالبانو او داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په ماتولو برلاسي شوي دي.

ناټو په داسې حال کې د افغان پوځیانو عملیات ستایلي چې د افغانستان دفاع وزارت هم وايي، سږ کال‌یې په مخالفینو باندې ډېری د حملې پلانونه عملي کړي او تهاجمي بڼه‌یې خپله کړې ده.

که څه هم د داعش او طالبانو د ماتولو په اړه ناټو په ختیځو سیمو کې د افغان پوځ برلاسي ستایلې، خو په یو شمېر شمالي او جنوبي ولایتونو کې لا هم افغان پوځ له دې ډلو سره توده جګړه مخته وړي.