ملګري ملتونه: ایران باید امیر حسین پور جعفر اعدام نه‌کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواکو د بخښنې د نړیوال سازمان په څېر پر تهران غږ کړی دی چې ۱۸ کلن امیر حسین پور جعفر اعدام نه‌کړي.

دغه کس د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کې ۱۶ کلن و چې پر یوې شپږ کلنې نجلۍ د تېري او وژنې په تور ونیول شو.

ټاکل شوې وه چې پور جعفر په اکټوبر کې اعدام شي، خو د ملګرو ملتونو د اعتراض له امله د هغه اعدام وځنډېده.

ایراني مسؤلانو اوس ویلي دي چې نن به پور جعفر اعدام کړي.

د ملګرو ملتونو دوو ځانګړو استازو عاصمه جهانګیر او اګنیس کالامارد له ایراني چارواکو وغوښتل چې سمدستي له دې پرېکړې وګرځي، نړیوالو اصولو ته غاړه کېږدي او پور جعفر اعدام نه‌کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې تهران هغه نړیوال تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې یې هغه کسان باید اعدام نه‌شي چې د جرمونو په وخت‌یې عمر تر ۱۸ کم وي.