په پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ بشپړېږي

د پاکستان د نفوسو د ثبت اداره غواړي چې په راتلونکو نږدې دوو اوونیو کې د یو میلیون افغانانو د نومونو د ثبت بهیر بشپړ کړي.

په تېرو څلورو میاشتو کې د شااوخوا پنځه لکه کډوالو نومونه په دغه هېواد کې ثبت شوي دي.

د راپورونو له مخې پاکستان غواړي چې د روان میلادي کال تر نیمایي پورې افغانانو ته وخت ورکړي چې په پاکستان کې ژوند وکړي.

د رسمي احصائیو له مخې په پاکستان کې یو میلیون او نهه لکه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱۳ لکه‌یې راجستر او د شپږ لکه نورو نومونه لا ثبت شوي نه‌دي.