د جوزجان چارواکي: درزاب کې شااوخوا ۵۰ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جوزجان امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي حملو کې څه باندې ۵۰ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني نن چهارشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې د درزاب ولسوالۍ وضعیت ارام دی او د ده په خبره، دښمن د تېښتې په حال کې دی.

نوموړی د تلفاتو په اړه وایي:

"څه باندې ۲۶ تنه چې د داعش لوړ پوړي کسان دي، لکه د دوی په وینا د محکمې رئیس یې او هم پوځي قوماندانان وژل شوي دي او ۲۸ نور ټپیان دي، په درزاب کې زموږ الوتکې ګرځي او هغوی د تېښتې امکان نه لري."

د دې ولايت د درزاب ولسوالۍ په سردره او اولقاني کلیو کې د دوشنبې په ورځ هوایي عملیات پیل شوي چې د ښاغلي جوزجاني په خبره، ډېر ژر به هلته ځمکني عملیات هم وشي.

تر اوسه په دغو عملیاتو کې د ملکې تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال په ځانګړي ډول، د جوزجان په ځینو سیمو کې د داعش د فعالیتونو د ډېرېدو له کبله اندېښنې ډېرې شوې وې.