په ایران کې لسګونو زرو حکومت پلوو لاریون وکړ

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکوي چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو وروسته تېره شپه کرار شوي وو چې لسګونه زره حکومت پلوي لارو کوڅو ته راووتل.

په ایران کې چلېدونکی انګلیسي ژبی پرېس ټي وي دغه لاریون کوونکي ښودلي چې نن یې د ایران بیرغونه او داسې نښانونه له ځانه سره وړل چې د حکومت ملاتړ ښیې.

په دغو انځورونو کې ښکاري چې دغه لاریونونه په اهواز، کرمانشاه او ګرګان ښارونو کې شوي لاریون کوونکي هغه تاوتریخوالی غندي چې لږ ترلږه ۲۲ تنه پکې ووژل شول.

د ډسمبر په ۲۸ مه د ایران په څو ښارونو او ښارګوټو کې د بیو د لوړوالي له کبله مظاهرې پیل شوې او وروسته په تاوتریخوالي واوښتې.

اروپایي مشرانو او د امریکا متحده ایالاتو په دغو پېښو کې د انسانانو وژنه او د حکومت له خوا د سلګونو اعتراض کوونکو نیول وغندل.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي ویلي چې د ایران دښمنان د حکومت ضد مظاهرې پاروي، خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د ایران دا ادعا رد کړه چې دغه اعتراضونه دې له بهرنیو کړیو څخه انګېزه اخستې وي.

د ایران حکومت په دغه هېواد کې ټولنیزو شبکو ته لاسرسی بند کړی دی.