په ټویټر کې د پاکستان په اړه د ټرمپ له پیغام نه د افغانانو هرکلی

  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، افغانانو په ټویټر کې د پاکستان په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پیغام هرکلی کړی دی.

ټرمپ د نوي کال په لومړۍ ورځ ولیکل چې پاکستان د امریکا د مرستو په ځواب کې امریکا ته درواغ ویلي او چل‌یې ورکړی دی.

سټارز اېنډ سټرایپس خپرونه د ټرمپ د دې پیغام په اړه لیکي چې داسې ښکاري چې د اسلام‎اباد په اړه د ټرمپ د ادارې حوصله ختمه شوې ده، خو دا د افغانانو لپاره له خوشحالۍ ډک پیغام دی.

د دې خپرونې د مقالې په وروستیو کې راغلي دي چې د ټرمپ په نوې ستراتېژۍ کې چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره‌یې اعلان کړې ده، پر اسلام‎اباد فشار په زیاتېدو دی، ترڅو په خپله خاوره کې د ترورېستانو پناه‎ځایونه له‎منځه یوسي.

دا خبره په اګسټ کې د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال هم ټرمپ کړې وه او ویلي یې و چې پاکستان باید د جنایت کارانو او ترورېستانو مخه په خپله خاوره کې ونیسي.

د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې بیا د پاکستان د نږدې متحد هېواد چین او افغانستان پر اړیکو لیکنه خپره کړې ده.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې د افغانستان او چین ترمنځ په پوځي برخه کې اړیکې په یوې مقاله کې څېړلې دي.

د مقالې په پیل کې په پیکېنګ کې د چین د دفاع وزیر شو قیلینګ او د افغانستان د دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي د تېرې اوونۍ لیدنې کتنې ته اشاره شوې ده.

ډیپلومات لیکي چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادو ترمنځ د نږدې پوځي اړیکو مسئله مطرح شوه.

خپرونه وړاندې د چین د دفاع وزیر خبرې را اخیستې دي چې وایي، په وروستیو کلونو کې د کابل او پیکېنګ اړیکې ډېرې سره نږدې شوې دي.

د چین دفاع وزیر وایي چې هېواد به‌یې د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخو کې همکاري وکړي او له کابل سره به په نړیوالو مرستندویه هڅو کې شامل شي.

ډیپلومات لیکي:

د دواړو هېوادونو دفاع وزیرانو د ترورېزم ضد هڅو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د خپرونې په وینا، وروسته تر دې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په وروستیو کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ په زمانه کې امریکا خپل محارب مأموریت په افغانستان کې پای ته ورساوه.

چین د افغانستان په امنیتي چارو کې دلچسپي زیاته شوه.

د ډیپلومات په باور پیکېنګ له اوږدې مودې راهیسې هغو وسله‎والو ته اندېښنه لري چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي او د چین په سین‌کیانګ کې بریدونه کوي.

خپرونه لیکي:

تېر کال چې کله د قزاقستان په مرکز استانه کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د چین جمهور رئیس شي جین پېنګ وکتل، نو ښاغلي پېنګ ټینګار وکړ چې دواړو هېوادونو ته په کار دي چې د ترهګرۍ پر ضد ګډې هڅې پیاوړې کړي.