د امریکا ولسمشر د شمالې کوریا د مشر د دې ګواښ په ځواب کې چې ویلي یې دي د اټمي وسلو د استعمال بټنيې تل پر مېز وي؛ وايي، د متحده ایالاتو د اټمي وسلو بټنه لویه او زیاته قوي ده.
ډونالد ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل، د شمالي کوریا د لوږې سره مخ رژیم یو څوک باید کېم جونګ اون ته ووايي چې زه هم د اټمي وسلو بټنه لرم او زما بټن د هغه له یوه څخه قوي او لویه ده او زما بټن کار هم کوي.
North Korean Leader Kim Jong Un just stated that the “Nuclear Button is on his desk at all times.” Will someone from his depleted and food starved regime please inform him that I too have a Nuclear Button, but it is a much bigger & more powerful one than his, and my Button works!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 3, 2018
د شمالي کوریا مشر د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي د اټمي وسلو بټنيې تل په مېز وي، خو د هغه په خبره هغه وخت به اټمي وسله وکاروي کله چې د شمالي کوریا امنیت له ګواښ سره مخ شي.
کېم جونګ اون له جنوبې کوریا وغوښتل چې د سولې خبرې پیل کړي.
که څه هم د امریکا ولسمشر له جنوبي کوریا سره د خبرو لپاره د اون پیشنهاد ته د شک په نظر کتلي دي، خو جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره د خبرو وړاندیز منلی دی او د جنورۍ میاشتې په نهمه نېټهيې په لوړه سطحه د خبرو پیلولو ژمنه کړې ده.