جنرال جوزف ووټل د افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو د شدت غوښتنه کړې

په منځني ختیځ کې د امریکا لوړپوړي پوځي قوماندان جنرال جوزف ووټل، په افغانستان کې د ژمي پر مهال د وسله‎والو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد د افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو د شدت غوښتنه کړې ده.

جنرال ووټل د اسوشيټېد پرس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د نویو امریکايي روزونکو موجودیت د وسله‎والو پر ضد د عملیاتو له تشدید سره مرسته کولای شي.

نوموړي ویلي، دا روزونکي به افغان ځواکونو سره د جګړې لومړیو کرښو ته نږدې د ډېر خطر په منلو همکار وي، خو ووټل زیاته کړې چې امریکايي قوماندانان به ډاډمنوي چې امریکايي او د متحدانو ځواکونه‌یې کافي مصؤنیت ولري.

په داسې حال کې چې د ژمي په سړه هوا کې عموماً په افغانستان کې جګړه کمېږي، جنرال ووټل وايي، د عملیاتو له تشدیده‌یې هدف دا دی چې افغان پوځ خپل پوځي کمپاین د ناوخته پر ځای وختي پیل کړي.

په منځني ختیځ کې د امریکا لوړپوړی پوځي قوماندان جنرال جوزف ووټل

د امریکا دې لوړپوړي پوځي قوماندان په خپله مرکه کې زیاته کړې، متحده ایالات غواړي چې پر تهاجمي عملیاتو تمرکز وکړي او همدارنګه د یو داسې لوی تلاش هڅه کوي چې د جګړې د فصل تر رارسېدو مخکې په چټکه توګه د جګړې ابتکار په لاس کې واخلي.

جنرال ووټل زیاته کړې، دا ټول د هغه پلان برخه ده چې امریکا غواړي په افغانستان کې د هغې جګړې لوری بدل کړي چې دا مهال ۱۷م کال ته داخله شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، افغان ځواکونه باید تل پر وسله‎والو فشار وساتي او باید کار وکړي، څو هر څومره ژر چې کولای شي په جګړه کې برلاسی خپل کړي.

د جنرال ووټل په وینا په داسې صورت کې به چې کله موږ د جګړې راتلونکي فصل ته داخلېږو، موږ د جګړې په ډګر کې خپل کړی ابتکار نور هم پیاوړی کړو.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه په خپلې نوې ستراتېژۍ کې په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو لکه داعش پر ضد د تهاجمي بریدونو په برخه کې امریکايي قوماندانانو ته نور اضافي صلاحیت ورکړی دی.

دا ستراتېژي چې تېر اګسټ میاشت کې اعلان شوه، هدف‌یې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې ګټل دي.

د اسوشیټېد پرس خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې نوی میلادي کال پیل شوی، داسې ښکاري چې افغانستان په دې کال کې د ولسمشر ټرمپ د اجنډا په سر کې دی.

نوموړي د کال په لومړۍ ورځ په یو ټویټ کې پر پاکستان له دې کبله انتقادونه وکړل چې د هغو وسله‎والو پر ضد اقدامات نه‎دي کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

نوموړي پاکستان په درواغو او فریب تورن کړ.

د جګړې په ډګر کې د تهاجمي عملیاتو سربېره د امریکا ولسمشر او ادارې یې پر پاکستان هم فشار زیات کړی، څو په خپله خاوره کې د حقاني شبکې په شمول د هغو وسله‎والو خوندي پټن‎ځایونه له‎منځه یوسي چې په افغانستان کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو خلاف بریدونه تنظمیوي.

د منځني خیتځ لپاره د امریکا لوړپوړي پوځي قوماندان جنرال جوزف ووټل د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي،​ په داسې حال کې چې نړیوال ائتلاف د افغانستان هوايي ځواک او د اردو پر نورو برخو کار کوي، افغانان په بهتره جنګیالیو بدل شوي او کله چې د جګړې راتلونکی فصل پیل شي، دوی به د تهاجمي عملیاتو پر مهال د پام وړ وړتیا وښيي.