نیکي هیلي په ایران کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو زړورتیا ستایلې

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي په ایران کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو زړورتیا ستایلې ده.

نوموړې پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د ایراني چارواکو هغه ادعا رد کړه چې وايي، وروستي تظاهرات د ایران د دښمنانو له‎خوا طرحه شوي او له بهره رهبري کېږي.

نيکي هيلي وویل:

"دا ډېره مېړانه غواړي چې ایرانیان د خپل غږ له ځواکه د حکومت پر ضد کار اخلي، هغه هم په داسې حال کې چې حکومت‌یې د خپلو خلکو د وژنې اوږد تاریخ لري، خلک‌یې د حقیقت لپاره غږ پورته کوي. موږ د ایران د خلکو دا لوی شجاعت ستایو."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‌اي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» د تهران دښمنان په ایران کې د حکومت پر ضد په مظاهرو تورن کړل.

وروستي اعتراضونه په ایران کې د ۲۰۰۹ میلادي کال راوروسته د حکومت پر ضد تر ټولو لوی اعتراضونه دي چې تر اوسه پورې په‌کې تر ۲۲ کسانو زیات وژل شوي دي.