د کندهار امنیه قوماندان: حکومت مې له دندې نه‌شي لیرې کولای

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، مرکزي حکومت نه‎شي کولای نوموړی له دندې لیرې کړي.

جنرال عبدالرازق چې پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» یې په کندهار کې د یو شمېر رسنیو له استازو سره خبرې کولې وویل، دا چې نوموړی د دې حکومت له‎خوا په دنده نه‎دی ټاکل شوی، نو لیرې کول‌یې هم د دې حکومت کار نه‎دی.

دی وايي:

"زه نه ‎دې حکومت راوستلی یم او نه مې دا حکومت لیرې کولای شي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه راغلی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه به ځم."

له دندې څخه د کندهار د امنیه قوماندان د لیرې کولو په اړه تر اوسه له کابل څخه کوم خبر نه‎دی خپور شوی، خو تر دې مخکې په شمال کې د بلخ مستعفي شوي والي عطا محمد نور ویلي و، حکومت غواړي چې له ده وروسته د کندهار امنیه قوماندان له دندې لیرې کړي.

د ښاغلي رازق د دې څرګندونو په اړه تر اوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او یا ارګ کومه تبصره نه‎ده کړې.