چارواکي: په جوزجان کې هوایي بریدونو ۲۶ داعشیان وژلي

په جوزجان ولايت کې د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ۳ فرانسويانو او ۴ ازبکستانيانو په شمول، د داعش ډلې تر ۲۶ زیات جنګيالي وژل شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان فقیر محمد جوزجاني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وويل چې عملیات د دوشنبې په ورځ د دې ولايت د درزاب ولسوالۍ په سردره او اولقاني کلیو کې وشول.

ښاغلي جوزجاني زیاته کړه:

"په وژل شويو کې ۷ کسان بهرنیان دي، ۳ فرانسوي او ۴ ازبکستاني دي. په وژل شويو کې د دوی قوماندانان هم شامل دي چې يو قاري شجاع او بل د يعقوب په نوم چې ځان‌يې فدايي باله، هم وژل شوي دي."

ښاغلي جوزجاني وويل چې په دغو عملیاتو کې د ملکيانو د تلفاتو په اړه ورته تر اوسه کوم راپور نه‌دی ورغلی.