په ایران کې په روانو لاریونونو کې د وژل شویو شمېر زیات شوی

په ایران کې په حکومت ضد لاریونونو کې د وژل شویو شمېر زیات شو.

د چارواکو د ځپنو پر خبرداري سربېره لاریونونو پنځمه ورځ هم دوام وکړ او د يوه پولیس په ګډون نهه کسان په‌کې وژل شوي دي.

پر ټولنيزو رسنیو په خپره شوې وېډيو کې په قهدريجان ښار کې لاريون کوونکي ښکاري چې د پولیسو پر پوسته حمله کوي.

دولتي ټلوېزیون د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په نهو وژل شویو کې شپږو کسانو غوښتل د پولیسو له پوستې وسلې غلا کړي.

تسنيم خبري اژانس د یوه امنیتي افسر د وژل کېدو راپور ورکړی چې د راپور له مخې يوه لاریون کوونکي په نجف‌اباد کې وواژه.

که تأیید شي دا به د ناکرارۍ پر مهال د امنیتي کسانو لومړي تلفات وي.