اجرائیه ریاست: امریکا دې پر پاکستان فشارونه نور هم زیات کړي

د افغان حکومت اجرائیه ریاست یو ځل بیا له امریکا وغوښتل چې له بېلابېلو لارو په استفادې پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي، څو دغه هېواد د ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، تر هغې چې پاکستان د ترورېستانو له ملاتړه نه‌وي لاس په سر شوی، په افغانستان او سیمه کې سوله نه‌شي راتلی.

ښاغلي میثم وویل:

"موږ د امریکا له متحده ایالاتو او نورو نړیوالو سازمانونو غواړو چې په پاکستان زیات فشار راوړي، څو یاد هېواد د ترورېستانو له ملاتړه لاس په سر شي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ګواښ کړی چې په پاکستان باندې به میلیاردونه ډالر مرسته بنده کړي.