ټرمپ ګواښ کړی چې پر پاکستان به میلیاردونه ډالره مرسته بنده کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې په پاکستان باندې به میلیاردونه ډالره مرسته بنده کړي.

د امریکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ پرون ټویټ کړی و چې پاکستان ترهګرو ته پناه ورکړې او امریکا یې په تېرو ۱۵ کلونو کې هسې تېر ایستلې او څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره یې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم ترې اخېستي دي.

پاکستاني چارواکو پرون دوشنبه د ټرمپ تر پیغام وروسته وویل چې خپل عکس العمل ښکاره کوي او دا دی نن دفاع وزیر خرم دستګیر او د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف عکس العمل ښودلی دی.

د پاکستان دفاع وزیر نن ټویټ کړی چې اسلام‎اباد له ترورېزم سره د مبارزې په لار کې د یوه متحد په توګه په وړیا له امریکا سره ځمکنۍ او هوايي اړیکې، پوځي اډې او استخباراتي همکاري کړې چې په ځواب کې یې امریکا له طعنې وهلو او بې باورې پرته بل څه نه‎دي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم جیونیوز ټلوېزېون ته ویلي چې امریکا دې خپل خلک په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ لپاره مسؤل وبولي.

هغه ویلي، د امریکا ټولې مرستې دقیقاً محاسبه شوي او په بدل کې یې خدمات وړاندې شوي دي.

خواجه اصف دا هم څرګنده کړې چې په افغانستان کې ماتې امریکا مایوسه کړې او د پوځي قوې د کارولو پرځای دې هوکړې او ډیالوګ ته مخه کړي.