مسؤلین: په خوست کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټيټه شوې

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په وروستیو کلونو کې په یاد ولایت کې د روغتیا په برخو کې له نیمه لوړو زده کړو د سلګونو نجونو په فارغېدو سره د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.

د دوشنبې په ورځ په خوست کې د روفيروغتیايي زده کړو په نوم د یوه خصوصي انسټیټيوټ له بېلابېلو څانګو څخه د لسګونو نجونو او هلکانو د فراغت په غونډه کې د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې تر اوسه هم دوی د نرسانو او قابله‎ګانو د کمښت ستونزه لري.

ښاغلي محمدي زیاته کړه چې ډېری نجونې چې د روغتیايي علومو نیمه زده کړې بشپړوي، نو په دې زده کړو بسنه نه کوي او ځانونه په پوهنتونونو کې شاملوي.

ده وویل، پخوا په کورونو او روغتونونو کې د میندو او ماشومانو مړینه ډېره وه، خو په وروستیو کلونو کې د نرسانو او قابله‎ګانو په ګمارنې سره کمه شوې ده.

د روغتیایي چارو د پوهانو په باور، که چېرې د روغتیايي بررسۍ ټیمونه چې په مرکز او ولایتونو کې فعالیت کوي، په اساسي ډول د روغتیا د برخې د کارکوونکو اسناد او د عرضه کېدونکو درملو کیفیت نظارت کړي، نو له یوې خوا د روغتیا د برخې مسلکي کسانو ته د کار زمینه برابرېږي او بل لورې ته به روغتیايي خدمتونه هم معیاري شي.