ایران کې په حکومت ضد لاریونونو کې ۲ نور لاریون کوونکي وژل شوي

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په څلورمه شپه دوه نور اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکي هڅه کوي چې د سختو خبرداریو او د انلاین ټولنیزو شبکو په مختل کولو روانې ناکرارۍ غلې کړي.

د ایران یوه نیمه دولتي خبري اژانس ایلنا، نن د پارلمان د یوه سیمه ییز غړي هدایت الله خادمي له خولې ویلي، دا دوه کسان د نوي کال په شپه د یزه ښارګوټي کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال په ډزو وژل شوي دي.

خادمي ویلي چې په ډزو کې څو کسان ټپیان شوي هم دي او زیاته کړې یې ده، تر اوسه نه پوهېږي چې ډزې د پولیسو او که د اعتراض کوونکو له خوا شوې دي.

د خادمي دا اعلان وروسته له هغې رامخې ته کېږي چې تر دې مخکې د شنبې په ورځ هم په لوېدیځ ښارګوټي دورود کې دوه کسان د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال وژل شوي وو او سلګونه نور نیول شوي دي.

نن په ایران کې د حکومت ضد روانې مظاهرې پنځمې ورځې ته داخلې شوې.