ویسا ورځپاڼې ۲۰۱۷ کال د افغانانو لپاره یو خونړۍ کال بللی

په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان بریاوې او ناکامۍ او په روان ۲۰۱۸ او راتلونکو نورو کلونو د هغو اغېزې هغه مسایل دي چې د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه جوړوي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې خپله سرلیکنه کې په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان په اساسي ستونزو او بریاو بحث کړی او په پیل کې یې دا پوښتنه کړې چې تېرکال د افغانانو لپاره په اقتصادي، سیاسي، امنیتي او نورو برخو کې څه ډول کال وو، کومې بریاوې او ناکامۍ موجودې وې؟ او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې څه باید وشي؟

ورځپاڼه خپله وړاندې د دې پوښتنو په ځواب کې لیکي:

په تېر کال کې په اقتصادي برخه کې ځینې داسې کارونه، لکه له هند او منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا، چابهار بندر پرانېستنه او پر پاکستان د ټرانزیټ له پلوه د تکیې کمول داسې څه دي چې د ورځپاڼې په وینا لاسته راوړنې ورته ویل کیدای شي.

ورځپاڼې د سولې په برخه کې د حکمتیار راتلل هم یوه لاسته راوړنه بللې، خو لیکلي یې دي چې دې پرمختګ د جګړې په کمولو کې څه ونه‎کړای شول.

ورځپاڼه لیکي:

په‎داسې حال کې چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ ستونزې کمې شوي، خو لا هم په سیاسي برخه کې ستونزې زیاتې وې او حکومت د سیاسیونو له سخت فشار سره مخامخ دی.

د سرلیکنې په پای کې ورځپاڼې سپارښتنه کړې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې حالت باید بدل شي، تر ټولو مهم کار دا دی چې د جګړې پر ځای پر سولې تمرکز وشي، د داعش د نفوذ مخه ونیولی شي، انتخابات باید ترسره شي او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو ډاډ هم ورکړای شي.

  • هېرټ اف اېشیا

هېرټ اف اېشیا ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه په تېرکال کې د ملي وحدت د حکومت په وړاندې پرتو ستونزو او ځینو بریاو ته ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم تېر کال په ټولیز ډول له ننګونو ډک کال بلل کېږي، خو په‎دې کال کې د ملي وحدت حکومت ځینې بریاوې هم درلودلې دي.

ورځپاڼې وړاندې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته په اشارې لیکلي دي چې دا یو خورا مثبت ګام وو، له پامه غورځول یې ممکن نه‎دي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پراختیا ته هم اشاره کړې ده او لیکلي یې دي چې هند په سیمه کې د افغانستان یوکلک ملاتړی دی.

ورځپاڼې د اقتصاد په برخه کې ځینو پرمختګونو ته په پام سره لیکلي دي چې د چابهار بندر پرانېستنه، د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي دهلېز جوړول هم مهم ګامونه بلل کېږي.

  • ويسا

ویسا ورځپاڼې بیا تېر ۲۰۱۷ میلادي کال د افغانانو لپاره یو خونړۍ کال بللی او په خپله سرلیکنه کې یې لیکلي دي:

په‎داسې حال کې چې په نیوزیلنډ کې نوی کال له اور لوبو سره پیل شو، خو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د جنازې په مراسمو کې انتحاري شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ورځپاڼه لیکي:

بس همدغه افغان ولس ته د ۲۰۱۷ میلادي کال یو لنډ خو بشپړ تعریف دی او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا تېرکال د افغان او بهرنیو ځواکونو، داعش او طالبانو د جګړو، بمباریو او ځان وژونکو حملو په بدرګه تېر شو.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د صادقانه بیا کتنې ضرورت ته اشاره کړې ده.

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې پاکستان له افغان جګړې لاس نه اخلي او دا یې یوازینی پالیسي ده.

ورځپاڼه لیکي:

پاکستان د افغان جګړې لپاره هم ترهګرې ډلې لري او د اړتیا په وخت کې خپل پوځیان هم دې جګړې ته راستوي.

ورځپاڼه لیکي:

افغان حکومت په‎دې اړه په اسنادو ولاړ معلومات لري او په بیا-بیا یې د پاکستان له حکومت سره شریک کړي دي، خو د پاکستان حکومت په‎دې اړه هېڅ ګام نه‎دی پورته کړی.