روحاني: مظاهرې د خلکو حق دی خو باید په تاوتریخوالي وانه‎وړي

د ایران ولسمشر وايي، مظاهرې د خلکو حق دی خو باید په تاوتریخوالي وانه‎وړي.

حسن روحاني تېره شپه د اول وار لپاره د روانو مظاهرو په اړه چې پرون يې څلورمه وه، په خپله عامه وينا کې وویل:

"خلک د خپل انتقاد په بيان او اعتراض کې کاملاً ازاد دي، خو په عين حال کې بايد پام وکړو چې د انتقاد او اعتراض بڼه مو داسې وي چې پايله يې د هېواد د شرايطو د ښه کېدو سبب شي. هو خلک په اقتصادي او ټولنيزو برخو کې خپلې ستونزې لري."

د ايران ولسمشر حسن روحاني په داسې حال کې دا خبرې وکړې چې د ايران چارواکو هڅه وکړه، مظاهره‎چيانو ته د خبرداريو په ورکولو، د ټولنيزو شبکو په بندولو او په ځينو ځايونو کې د انټرنیټي خدماتو په مختل کولو سره د دغو ناکراريو مخه ونيسي.

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ايران کې له مظاهره‎چيانو د خپل ملاتړ څرګندولو په دوام د ايران چارواکي تورن کړي چې د انټرنیټ په بندولو سره په لارو او کوڅو کې د مظاهره‎چيانو پر حقونو تېرى کوي.

ټرمپ پرون په ټويټر کې ليکلي:

"ايران د ټرورېزم اوله درجه ملاتړى حکومت چې هره شېبه له بشري حقونو ګڼې سرغړونې کوي اوس انټرنیټ بند کړى چې سوله‎ييز مظاهره‎چيان ونه‎کړاى شي ارتباطات ولري."

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ويډيو او نور معلومات ښيي چې په پلازمېنه تهران، سنندج، مشهد، ایلام، خرمدره او کرمانشاه کې د څلورمې پرله‎پسې ورځې په مخه مظاهرې وشوې، خو د خلکو شمېر لا معلوم نه‎دى.

چارواکو پرون وويل، د یکشنبې په ورځ په تهران کې د مظاهره‎چیانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

په ايران کې دغه مظاهرې د تېرې پنجشنبې په ورځ د بيو د لوړېدو په اعتراض کې پيل شوې.