ولسي جرګه نن دوشنبه د اوبو او انرژۍ وزیر استیضاح کوي

د افغانستان ولسي جرګه نن د اوبو او انرژۍ وزیر استیضاح کوي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، علي احمد عثماني د څه کم ۶۰ فیصده بودجې د نه مصرف په خاطر استیضاح کېږي.
دی وايي:

"وکیل صاحبان چې د وزیر د استیضاح لپاره لاسلیکونه ټول کړي وو، د اساسي قانون په مطابق د دغه کار لپاره قانع کوونکي دلایل لري."

د ولسي جرګې ځينو استازو ويلي، ځينو هغو وکيلانو د علي احمدعثماني د استيضاح زمينه برابره کړې چې له ده يې ځينې شخصي غوښتنې درلودې خو ښاغلي عثماني رد کړې دي.