په ایران کې حکومت د ټولنیزو رسنیو دوه مشهور وېب‎سایټونه بند کړل

په ایران کې نن یکشنبه حکومت د ټولنیزو رسنیو دوه مشهور وېب‎سایټونه بند کړل، څو اعتراض کوونکی ونه‎شي کولای چې د ټولنیزو رسنیو په مرسته د سبا لپاره اعتراضي غونډې تنظیم کړي.

دا په ایران کې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر ضد د ایران د ولس تر پاڅون وروسته، لومړی وار دی چې دومره زیات خلک د حکومت پرضد اعتراض پېلوي.

په ایران کې هغو کسانو چې پر انسټګرام او ټلېګرام فعالیت لري، ویلي چې دواړه انټرنیټي وېب‎سایټونه له کاره لوېدلي دي. انسټګرام او ټېلګرام دواړه په ایرانیانوکې ډېر مشهور دي.

په ایران کې د حکومت پرضد په پراخو اعتراضونو کې تر اوسه د دوو تنو د وژل کېدو خبر تأیید شوی دی.

ایران حکومت مظاهره‎چیانو ته خبرداری ورکړی چې که له قانون څخه سرغړونې ته دوام ورکړي، بیه به یې پرې کړي او ځواب به یې ورکړ ل شي.

په ایران کې پر ټلېګرام د "صدای مردم" په نوم برخه کې یو میلیون او درې لکه وګړي غړیتوب لري او په ایران کې د اپوزېسیون د نظرونو یوه ستره مجموعه یې جوړه کړې ده.

په تهران کې د روانو اعتراضونو یوه عیني شاهد د ازادي راډیو د فارسي برخې خبریالانو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو اجازه نه‎ده ورکړې چې خلک د تهران پوهنتون مخکې را غونډ شي.

ویل کېږي چې په تهران پوهنتون کې د اسلامي رژیم د پلویانو، بسیجي محصلانو جلسه روانه وه. په ایران کې د پنجشنبې په ورځ د اعتراضونو لړۍ له مشهده پېل شوه.

په ابتدا کې خلکو د نرخونو د لوړېدو له امله شکایتونه کول، خو وروسته یې اعتراضونه زیات شول او د رژیم پرضد اوازونه هم په کې وارېدل شول.

د ایراني رسنیو په حواله، د هغه هېواد د کورنیو چارو وزیر نن اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړ چې له قانون څخه د سرغړونې بیه به پرې کړي.

رپوټونه وايي چې د ایران په ختیځ ښار «دو‌رود» کې دوه اعتراض کوونکي د مظاهرو ضد پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي. په یو شمېر ښارونو کې اعتراض کوونکي پولیسو نیولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران رژیم ته خبرداری ورکړی چې د اعتراض کوونکو پر ضد دې له زوره کار نه‎اخلي او پر ټوېټر یې لیکلي: "نړۍ درته ګوري!"