چارواکي: په تېرو ۹ میاشتو کې پر مخالفينو شااوخوا۱۹۰۰هوايي حملې شوي

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې په وسله والو مخالفينو شااوخوا۱۹۰۰هوايي حملې شوې دي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د روان لمریز کال له پيل راهیسې افغان هوايي ځواکونو شااوخوا ۲۷ زره مستقل پروازونه کړي دي.

افغان هوایي ځواک

محمد شعیب پيلوټ چې د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۰ مه» له خبریالانو سره د افغان هوايي ځواکونو د فعالیتونو د شریکولو پر مهال وویل، په دې کې نېږدې دوه زره حملې پر وسله والو مخالفينو هم پکې شاملې دي چې درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"له قطعاتو او جزتامونو د ملاتړ هدف د افغانستان د خلکو د دښمنانو په مرچلونو ۱۹۰۰ هوايي حملې شوې، په دغو حملو کې وسله وال مخالفین وژل شوي او وسایط او کلک سنګرونه یې هم له منځه تللي دي."

خو دا چې په دغو هوايي حملو کې په څه شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ وژبله اوښتې، نوموړي په دې اړه جزیات ورنه کړل.

ښاغلی پيلوټ وايي، افغان هوايي ځواک د پراختیا په حال کې دی چې د څلور کلن پلان له مخې به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هره میاشت افغانستان ته ډول ډول الوتکې او هلیکوپټرونه ورکول کېږي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د افغان هوايي ځواک د الوتکو د شمېر په اړه کره معلومات نه ورکوي، خو وايي چې امریکا تر اوسه افغان پوځ ته د سوپرټکانو جنګي، پوځي ټرانسپورټي الوتکې او بلاک هاک هلیکوپټرونه ورکړي دي.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په دې وروستیو کې افغان هوايي ځواک ته د امریکا پام ډېر شوی چې دا د افغانستان د اردو لپاره یو ښه زېری دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډيو ته وویل:

"په رښتیا هم امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان هوايي ځواک ته ځانګړې پاملرنه کړې، ورځ تربلې یې په عصري الوتکو او هلیکوپټرو سمبالوي چې دا د افغان پوځ د راتلونکې لپاره یو ښه زېری دی."

افغان پیلوټان

د دفاع وزارت په وینا، تر۲۰۲۰ میلادي کال پورې به افغان هوايي ځواک شااوخوا ۱۶۰ بلک هاک هلیکوپټرې ولري او له دغو هلیکوپټرو د استفادې لپاره افغان پیلوټان اوس مهال په امریکا کې تر روزنې لاندې دي.

له دغو پرمختګونو په داسې حال کې خبرې کېږي چې په هوايي عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې له امله افغان هوايي ځواک تل له انتقادونو سره مخ شوی دی.

خو د افغانستان د هوايي ځواکونو قومانداني وايي، د جګړې په ډګرونه کې د ملکیانو له مرګ ژوبلې مخنیوی او د دوی خوندیتوب ته ډېر پام کوي.

راپور: رحمت الله افغان