جان مک‎کېن په ایران کې له اعتراضونو ملاتړ کړی

د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړی جان مک‎کېن په ایران کې له اعتراضونو ملاتړ کړی او پر ټوېټر یې لیکلي:

"د ایران خلک له ډېرې مودې راهیسې د خپل حکومت تر فشار لاندې ځپل شوي، داسې حکومت چې تر خپلو وګړو په بهر کې د بې ثباتۍ له خپرولو سره زیاته علاقه لري. امریکا له هغو زړورو مظاهره‎چیانو سره ولاړه ده چې ازادي، سوله او په ایران کې د اداري فساد پای ته رسېدل غواړي."

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس نن یکشنبه پر ټوېټر لیکلي:

"د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر او زه د ایران له سوله‎ییزو اعتراض کوونکو سره ولاړ یو، هغه اعتراض کوونکي چې د ازادۍ لپاره یې غږ اوچت کړی دی او موږ د بې ګناه وګړو توقیفونه غندو. وخت را رسېدلی چې په تهران کې رژیم ترورېستي کارونه، اداري او بشري حقونو ته عدم درناوی بند کړي."

همدا راز ډېموکراتې سیاستوالې هیلري کلېنټن پر ټوېټر لیکلي:

"چې د ایران خلک په ځانګړي ډول ځوانان د ازادۍ او د داسې راتلونکې لپاره چې هغوی مستحق دي اعتراض کوي. زه هیله لرم چې د هغوی حکومت به په سوله ځواب ورکړی او د هغوی د هیلو ملاتړ به وکړي. "

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اعتراضونو په اړه په خبرو کې د ایران د ولس ملاتړ کړی دی.

هغه پر ټوېټر لیکلي:

"ټوله نړۍ پوهېږي چې د ایران ښه خلک تغیر غواړي او د ایران رژیم د امریکا د متحدو ایالاتو د ستر پوځ تر ستر قدرت وروسته، د ایران له ولسه وېرېږي."

​په ایران کې اعتراضونه د پنجشنبې په ورځ له مشهده پېل شول او اوس یې لمن تر تهرانه رسېدلې ده.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د ایران د برخې ژورنالېست نیوشا بقراطي وايي، په دې اړه چې اعتراضونه څرنګه پېل شوي، دوه ډوله خبرې کېږي.

۱- خلکو د حسن روحاني د دولت او خراب اقتصادي وضعیت پر ضد اعتراض پېل کړاو بیا نور اعتراضونه هم ور ګډ شول.

۲- یو شمېر کسانو چې ایت الله علي خامنه اي ته نېږدې دي، د حسن روحاني پرضد اعتراضونه پېل کړل، څو د روحاني حکومت کمزوری کړي خو وروسته یې واک له لاسه ولاړ او هغه کسان چې د اسلامي جمهوریت له کارونو سره مخالفت لري مرکز ونیو.

  • پخواني معلومات

د ایران ولسمشر حسن روحاني به د هغه هېواد ولس ته وینا وکړي.

له درېیو ورځو راهیسې په ایران کې اعتراضي مظاهرې روانې دي.

خلکو په لومړیو کې د نرخونو د لوړېدو او د حکومت پر یو شمېر کارونو د انتقاد لپاره اعتراض پيل کړي و.

د پنجشنبې له ورځې راهیسې پيل شوي اعتراضونه د تشدد پر لور تللي او ویل کېږي چې د مظاهرو ضد پولیسو پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي.

د ایران په لرستان ولایت کې یوه چارواکي د دوو اعتراض کوونکو د وژل کېدو خبر تأيید کړی او ویلي يې دي چې "تکفیري" ډلې لاس په کې لري.

د ایران د یوې دولتي ورځپاڼې ژورنالېست احسان بداغي پر ټوېټر لیکلي چې روحاني به د وروستیو پېښو په اړه خبرې وکړي:

هغه نور معلومات نه دي ورکړي او د حسن روحاني د خبرو وخت هم نه دی دقیق شوی.

  • پخواني معلومات

د ایران وروستۍ ملکې، فرح پهلوي په هغه هېواد کې د خلکو د اعتراض ملاتړ کړی دی.

د ایران وروستۍ ملکه، فرح پهلوي

فرح پهلوي د ایران د خلکو په نوم یو پیغام خپور کړی او په کې ویلي یې دي:

"نور به پر تورتم غالب شي."

فرح پهلوي له ایرانیانو غوښتنه کړې چې متحدشي او د ازادۍ لپاره د هغوي د غږ ملاتړ یې کړی دی.

د ازادي راډیو د فارسي برخې خبریالان وايي چې د ایران په لرستان ولایت کې چارواکو په دورود ښار کې د دوو تنو د وژل کېدو خبر تأيید کړی دی.

په لرستان کې یوه دولتي چارواکي، حبیب الله خجسته پور د مهر خبري اژانس ته ویلي چې په اعتراض کې د دوو وګړو پر وژل کېدو خواشیني دي او ټینګار یې کړی چې په اعتراضونو کې د "تکفیري" ډلو چې له حکومت سره مخالفت لري، څرک لیدل شوی دی.

د رجا نیوز په نوم یوې وېب پاڼې خبر ورکړی چې په دورود ښار کې شپږ تنه د حکومتي ځواکونو د ډزو له امله زخمیان شوي دي.

د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړی جان مک کېن

د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړي جان مک کېن په ایران کې له اعتراضونو ملاتړ کړی او پر ټوېټر یې لیکلي:

"د ایران خلک له ډېرې مودې راهیسې د خپل حکومت تر فشار لاندې ځپل شوي، داسې حکومت چې تر خپلو وګړو په بهر کې د بې ثباتۍ له خپرولو سره زیاته علاقه لري، امریکا له هغو زړورو مظاهره چیانو سره ولاړه ده چې ازادي، سوله او په ایران کې د اداري فساد پای ته رسېدل غواړي."

یوشمېر ایرانیانو په لومړیو کې، په بازارونو کې د نرخونو د لوړوالي او د حکومتدارۍ د څرنګوالي له امله په مشهد، نیشابور، شاهرود او کاشمر کې اعتراضي غونډې پېل کړې.

وروسته د اعتراضونو لمن تهران، اهواز، قُم، قوچان، دورود، کرمانشاه او نورو سيمو ته خوره شوه.

یوشمېر اعتراض کوونکو د "نظام باید سقوط وکړي " نارې وهلې او د مظاهرو ضد پولیس یې په ډبرو ویشتل.