هررک: کانونه ناقانونه کیندل کېږي او د سیمې خلک یې له زیانونو ناخبره ساتل شوي

د «هررک» په نوم څېړنېزه ډله وايي، د افغانستان کانونه په داسې حال کې په ناقانون ډول کېندل کېږي چې خلک يې له زیانونو نه‎دي خبر او نه‎یې هم کارکوونکي د لازمو اقتصادي، روغتیايي او نورو حقونو څخه برخمن دي.

دغې ډلې چې د افغانستان د کانونو په اړه يې ۲۶ څېړنې کړي وايي، که د افغانستان کانونه په سم قانوني او مسلکي ډول وکېندل شي، بې له شکه چې دغه هېواد ځان د بسیاینې په لور بیولای شي.

د هررک په نوم د څېړنېزې او عدالت غوښتونکې ډلې مشر عطاالله عطا د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۱۰» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که د افغانستان خلک په یاد ډول د کانونو د کیندنې له زیانونو خبر شي، په خپلو سیمو کې به یې مخنیوی وکړي.

ده له حکومته وغوښتل چې په دې اړه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي:

"د افغانستان کانونه له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ دي، کانونه په غیر قانوني توګه کېندل کېږي، ټولنه په دې کې نه‎ده ښکېله، خو ولې غواړو چې خلک له دې ټولو جریانونو خبر شي، په سیمه کې یې مخنیوی وکړي او دا کار باید بند شي."

ښاغلی عطا وايي، که د خلکو د پوهاوي لپاره د ځوانانو، ښځو او مشرانو کمېټې رامنځته شي، تر ډېره به د کانونو د ناقانونه کېندنې مخه نیول شوې وي.

د دغې ډلې په باور، د کانونو د سمې، قانوني او مسلکي کیندنې په هدف په کار ده چې د ټولنې، تصدۍ او دولت تر منځ د همکارۍ یو ګډ تړون رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د کانونو او طبیعي سرچینو په اړه کوم چې د ځينو سروې‎ګانو له مخې يې اندازه تریلیونو ډالرو ته رسېږي له دې وړاندې هم بېلابېلې اندېښنې مطرح شوې دي.

د راپورونو له مخې د افغانستان د طبیعي سرچینو عایدات چې د دغه هېواد عامه شتمني ګڼل کېږي، دا وخت د سیمه‎ییزو زورواکو، قاچاق کوونکو او وسله‎والو مخالفینو جېبونو ته لوېږي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت هم په نا قانون ډول د کانونو کیندنه تأيیدوي، خو وايي، تازه د ملي امنیت شورا سره دې هوکړې ته رسیدلی چې د دغې چارې د مخنیوي په هدف به له هرو ممکنو لارو استفاده وشي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

​د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادي رايدو ته وویل:

"له دې وروسته به ټول هغه مسایل او موارد چې زموږ سره د غیرقانوني کیندنو د مخنیوي په برخه کې مرسته کوي څېړو، بل بنسټیز کار دا دی چې د امنیت شورا سره د هوکړې پر بنسټ ټول موارد امنیت شورا ته سپارل کېږي، په کومو سیمو کې چې د کانونو غیرقانوني کیندنه کېږي، د هغې د مخنیوي لپاره په یو تدبیر باندې بحث شوی دی."

دی وايي، د کانونو وزارت له ۱۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ پورې داسې سیمې تأيیدوي چې یا خو په‎کې په ناقانونه ډول د کانونو کیندنه کېږي او یا يې هم له ګواښ سره مخ دي.

په ولسي جرګه کې د کانونو او چاپیریال ساتنې کمېسیون غړې سایره شریف چې د «هررک» په نوم د څېړنېزې ډلې اندېښنې تأییدوي وايي، افغان حکومت ته ښايي چې په دې اړه د خلکو اندېښنې لېرې کړي.

اغلي شریف ازادي راډيو ته وویل، د نورو اقداماتو تر څنګ حکومت باید د کانونو د کیندنې، اهمیت او په ناقانون او غیر مسلکي ډول یې د استخراج د زیانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ