د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي توکو انتقالات پیلېږي.
د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د دواړو حکومتونو د سوداګرېزو پلاویو ترمنځ خبرې اترې هم شوي دي.
ښاغلی پسرلی وایي، افغانستان د ازبکستان د ریلپټلۍ له لارې خپل سوداګرېز توکي چین او د منځني اسیا هېوادنو ته ټرانزیټ کوي.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په دې وروستیو کې ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال له هغه هېواد سره په بېلابېلو برخو ۲۰ تفاهملیکونه لاسلیک کړل.